Hamdullah Fitrat
Hamdullah Fitrat

@HalimyarF

4 Tweets Apr 04, 2023
دا مسجد العريش دی، دا د بدر په میدان کې پر هغه موقعیت جوړ شوی، چېرته چې د رسول الله ﷺ لپاره د سعد بن معاذ رضی الله عنه په مشوره یو چوَتره او سیوری جوړ کړل شو چې عریش یې ورته ویل له همدې ځایه رسول الله ﷺ جګړه رهبري کوله. که مو چیرته نصیب شوی وو او دا ځای مو ولید؛ نو حتماً به 👇
مو د رسول الله ﷺ هغه دعاګانې او مناجات در په یاد شي چې ټوله شپه رب ته په زاریو وو
اللَّهُمَّ أَنْجِزْ لي ما وَعَدْتَنِي، اللَّهُمَّ آتِ ما وَعَدْتَنِي، اللَّهُمَّ إنْ تُهْلِكْ هذِه العِصَابَةَ مِن أَهْلِ الإسْلَامِ لا تُعْبَدْ في الأرْضِ
تر ډیره یې لاسونه په دعا پورته نیولي و👇
ان چې چپنه یې له اوږو ولویده، ابوبکر صدیق رضی الله عنه بیرته چپنه پر اوږو ور سمه کړه او د شا طرف نه یې ونیوه. د مناجات او دعاګانو داسې حال وو چې ابوبکر صدیق رضی الله عنه پر رسول الله ﷺ زړه وخوږېده او ورته ویې ویل: ای د الله نبي نور بس دی دومره زارۍ! بېشکه چې الله به ستا سره👇
کړې وعده پوره کوي. له د وروسته رسول الله ﷺ پر ابوبکر زیری وکړ چې جبرایل علیه سلام د ملایکو صفونه ترتیبوي.
ــــــــــــــــ
ابوبکر صدیق رضی الله عنه دا خبرې او دا تصرف ځکه وکړ چي د رسول اللهﷺ پر حال یې شفقت راغی.
#بدر_الکبری
#دتاريخ_له_درېڅې
د #سيرت له #درېڅې
#سېرت

Loading suggestions...