Hamdullah Fitrat
Hamdullah Fitrat

@HalimyarF

4 Tweets 6 reads Apr 04, 2023
د روژې ۱۷مه د بدر غزا:
په #کثیب ریګن غره کې د اسلام لښکر ټوله شپه د الله په ځانګړي کرم په نا محسوس ډاډ سره خوب کړی وو، او بل خوا د لات او منات پیروانو ټوله شپه له ډار او هیبت څخه ویښه تیره کړې وه. عجیبه دا هم وه چې دلته پر مسلمانانو دشپې داسي ورو او پسته وور باران شوی وو چې👇
نه یوازې دا په تکلیف کړي نه وو بلکه ریګونه یې تخته کړي او ځاي ځاي يې د اوبو ډنډونه جوړ کړي وو چې مسلمانانو ترې د څښاک او اودسونو لپاره استفاده وکړه، خو همدې وریځې د مشرکینو پر سر داسي طوفاني باران اورولی وو چې د لښکر ټول نظم یې ګډوډ کړی وو.
د روژې اولسمه ورځ وه صفونه وتړل شول،👇
رسول اللهﷺ پخپله غازیان پر صفونو برابرول او دا لومړی ځل وو چې عرب په صف کې منظم جنګیدل.
غښتلی فوځي او جنګي تکتیک:
مسلمانانو تر هرڅه مخکې د اوبو څاګانې پخپل واک اخیستې وې او رسول اللهﷺ تر جګړې وړاندې خپل لښکر ته مهمې لارښوونې وکړې:
په غشو وارولو کي احتیاط کوئ!
👇
چي دښمن لیري وي غشي مه واروئ!
تر څو په صفونو ورګډ شوي نه یاست تورې مه راباسئ!
بریالی لښکر:
هغه لښکر چې زړه یې په ایمان مطمئین وو، د الله پر نصرت باوري وو او د تعداد او وسایلو له کمښت سره سره یې د رسول اللهﷺ پر دې وعده ایمان وو چې فتح او نصرت زموږ دی.
د #سېرت له #درېڅې
#فطرت

Loading suggestions...